09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

روسيې يو نوى فضايي توغندى آزمايښت کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مسکو \ نيوزنو \  باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
روسيې د٢٥٠٠  کيلوګرامو په وزن  د سپوږمکۍ د ليږدونې وړتيا لرونکي يو نوى فضايي توغندى آزمايښت کړ.
د روسيې د فدرال فضايي آژانس د رپوټ له مخې:  دغه توغندى (انګارا _ اې – ٥) نوميږي او نن سهار د روسيې په شمال لويديځ کې د پلستسک له فضايي اډې څخه وتوغول شو.
د (انګارا - اې  -  ٥ ) توغندي ماموريت لري چې د دوه کيلوګرامو په وزن يوه محموله  د ځمکې په مدار کې  ځاى پرځاى کړي .
د روسيې جمهور رييس  ولاديميرپوتين د ويډيو له لارې ددغه نوي فضايي توغندي د توغولو څارنه وکړه او د دفاع وزير سرګي شايګو هم  په دې باب يو رپوټ وړاندې کړ.
د روسيې د دفاع وزير د دغه توغندي توغول د روسيې په فضايي برخه کې يوه مهمه پيښه وبلله او زياته يې کړه چې د دغه توغندي په جوړولوکې ډيره پرمختللې فضايي تکنالوجۍ کارول شوې ده .
ده زياته کړه: له دغه توغندي څخه په استفادې سره کولاى شو د روسيې امنيت پياوړى کړو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.