21 February 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې دفوټسال  سيالۍ دوام مومي .

په هرات کې دفوټسال سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر دسلواغې دريمه : په هرات کې دفوټسال دغوره ليګ...

 دافغان او دبيک بير ټيمونه لوبه کوي .

دافغان او دبيک بير ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې دريمه : په هرات کې دفوټبال دغوره...

 دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول .

دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول .

کابل باختر دسلواغې دريمه : دزابل ولايت په مربوطاتو کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پاکستان کې دڅو تنو افغانانو نيول کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد  باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
  دپاکستان اطلاعاتي او امنيتي مرکزونو اعلام وکړ چې دلاهور ښار  دوروستي ځانمرګي بريد  په اړوند  دافغانستان دڅو تنو اتباعو په ګډون څلويښت تنه يې نيولي دي .
  دايرنا دخبرله مخې :  پاکستاني رسنيو  نن اعلام وکړ  چې په لاهور ښار کې  ددولتي امنيتي سازمانونو او د اردو او امنيتي  بنسټونو له فوق العاده  غونډو وروسته  وپتيل شو  چې په لاهور کې  دځانمرګي بريد دعاملينو  دپيژندلو لپاره  ځانګړي عمليات ترسره شي .
  دپوليسو  او داطلاعاتي بنسټونو دځواکونو دعملياتوپه بهير کې  څلويښت تنه مشکوک کسان  دلاهور دځانمرګي بريد په اړوند ونيول شول . چې په نيول شويو کسانو کې څو تنه افغان اتباع هم ليدل کيږي .
دهغه ځانمرګي بريد له امله چې ددوشنبې په مازيګر په لاهور ښار کې  دپنجاب ايالت  دپارلمان په وړاندې  وشو څه ناڅه پنځلس تنه ووژل شول  او په لسګونه تنه نور ټپيان شول .
دجماعت الاحرار په نامه تروريستي ډلې  چې دپاکستاني طالبانو انشعابي څانګه ده  ددغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.