27 June 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور رئیس غني محصلینو او متعلمینو ته : افغانستان به ستاسې په همت ودانیږي

جمهور رئیس غني محصلینو او متعلمینو ته : افغانستان به ستاسې په همت ودانیږي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور...

دملي دفاع وزارت : درې ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول

دملي دفاع وزارت : درې ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول

پلخمري \ باختر دچنګاښ دمياشتې ٥ : دملي دفاع وزارت...

جمهور رئیس غني د ۳۴ولایتونو له ملکي او نظامي مشرتابه سره اختر مبارکي وکړه

جمهور رئیس غني د ۳۴ولایتونو له ملکي او نظامي مشرتابه سره اختر مبارکي وکړه

کابل باخترد چنګاښ دمياشتې ٥ : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د آسیا زړه ـ اسټامبول بهیر د سترو چارواکو د ناستې مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د کب د مياشتې٢٩
باکو - د آسیا زړه ـ سټامبول بهیر(سام) د لویو چارواکو ناسته د روان کال دکب په ۲۸ مه نېټه د آذرباېېجان په باکو ښار کې دایره شوه . دغه ناسته د افغانستان  اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د آذرباېېجان جمهوري د بهرنیو چارو وزارت د بین المللي امنیت ریاست رئیس ښاغلي قیامحمدووف په ګډ ریاست دایره شوه.  په دې ناسته کې د آسیا زړه هیوادونو سترو مقاماتو ، او د آسیا زړه  - اسټامبول بهیر ملاتړو هیوادونو ، سیمه ییزو او بین المللي سازمانونو  ګډون کړی ؤ.
په دغې ناسته کې آذرباېېجان هیواد څخه د آسیا زړه – اسټامبول بهیر او ۲۰۱۷ کال کې دآذرباېېجان په  باکو کې د سترو مقاماتو په لومړی ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو د اووم کنفرانس کوربه توب او ګډ ریاست په خاطر هرکلی وشو. سربیره پر دې، په دې ناسته کې د اعتماد رغونې د شپږو ګامونو په  اجرا کې د پرمختګ رپوټ د مخکښو هيوادونو له خوا ترڅېړنې لاندې ونېول شو.. د دغې ناستې په بهیر کې، دسیاسي مشورتونو ترنامه لاندې ، افغانستان دکورنیو امنیتی او سیاسي ننګونو په باب یو لنډ رپوټ ګډونوالو ته وړاندې کړ..همدغه راز ګډونوالو خپلو ویناو بهیر کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو ځواکمنولو او افغانستان او سیمه کې امنیت او سوکالی ته لاسرسي لپاره د یوې برنامې په حیث  د آسیا زړه –  اسټامبول بهیر اهمیت په اړه ټینګار وکړ. همدغه شان هغوی د سولې ، امنیت او اقتصادي پراختیا سمبالتیا لپاره د افغانستان دولت له هلو ځلو څخه ملاتړ لپاره پرخپلو ژمنو هم ټینګار وکړ . د آسیا زړه – اسټامبول بهیر ۲۰۱۶ کال کلنۍ رپوټ  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لخوا چمتو او پدغه ناسته کې پېل او وړاندې شو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.