24 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهندوستان په هوايې ډګر کې امنيتي خبر دارى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

_   کابل \ باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
دهند امنيتي ځواکونو د احتمالي بمي بريد او دالوتکې تښتونې د پيغام له تر لاسه کولو وروسته ددغه هيواد په دريو هوايې ډګر ونوکې د الوتکې تښتونې خبر دارى صادر کړ.
دهندوستان پوليسو يوه حګپوړي افسر اعلام وکړ چې دهندوستان په جنوب او لويديځ کې د بمبيي ، مدراس ، چيناى،حيدر آباد دهوايي ډګرونو پوځيان د الوتکې تښتونې د پيښې د احتمالي خطر له اعلام وروسته تيارسى کړى شوي دي.
دهمدې خبر له مخې :ناپيژاندوکسانو د ايميل له لارې د ګواښوونکي پيغام په ليږلو سره  اعلام کړى دى چې يو درې ويشت کسيز ټيم غواړي په يو وخت کې په دغو ډګرونو کې په الوتکې تښتونې اقدام وکړي.
دهند دهوايي ډګرونو دمقاماتو د څرګندونوله مخې : همدا اوس په دغو ډګرونو کې امنيتي تدبيرونو زياتوالى موندلى دى او ټول مسافران ددويم ځل لپاره لټول کيږي اودغه تدبيرونه تر څوورځو پورې دوام مومي.
دهند هوايي ډګرونه تير کال هم څو ځلې دبمونو د ايښودلو او دالوتکې تښتونې په اړوند ګواښ شوى و.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.