14 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې د مشرتابه هيئت غونډه جوړه شوه

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٢ نيټه : د حکومت او رسنيو...

اجرائيه رئيس د خوست له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه...

اجرائيه رئيس: ټاکنیز کمېسیونونه دې له هر ډول لاسوهنې پرته خپلې چارې پرمخ یوسي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فرانسې د نوې کابينې نيمايي غړي ښځې دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-پاريس/ بي بي سي/  باختر دثور ٢٨:
  د فرانسې نوى جمهور رييس امانويل مکرون، د جنسيتي برابرۍ په  پام کې نيولو سره د کابينې نيمايي پستونه ښځو ته ورکړي دي او په حکومت کې د ده له دوه ويشتو غړو څخه يوولس وزيران يې ښځې دي .
د فرانسې په نوې کابينه  کې يوولس پستونه له دې جملې څخه د دفاع، ورزش،  فرهنګ، روغتيا او د کار وزارتونه ښځو ته ورکړ شوي دي .
امانويل مخکې ويلي و: که چيرې جمهور رييس وشي، خپله کابينه به د جنسيتي برابرۍ په پام کې  نيولو سره جوړه کړي.
د فرانسې د نوي وزيرانو د هيئت په فهرست کې په بېلابېلو سياسي ګرايشونو کسانو شتون لري چې يوشمېر يې محافظه کاره منځلارې، منځلارې محافظه کاران او سوسياليستان دي.
امانويل مکرون نهه ديرش کلن دى او د فرانسې تر ټولو ځوان جمهور رييس پيژندل شوى دى چې د ثور د مياشتې په اوولسمه نيټه د جمهوري رياست په انتخاباتوکې بريالى شو .
ده د جمهوري رياست ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته ادوارد فليپ يې د نوي صدر اعظم په توګه وټاکه.
ادوارد فليپ ٤٦ کلن دى او د ښي لاسي جمهوريت غوښتوونکي ګوند غړى دى.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.