26 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته لس ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ٤ مه: مرکزي بانک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پاکستان څلور تنه پوليسان په بلوچستان ايالت کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

٠-کويټه / ډي ډان/ باختر / د چنګاښ دمياشتې ٢٢مه :
د بلوجستان ايالت په مرکزکويټه ښارکې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا نن سهار د پاکستان د يوه افسر په ګډون څه ناڅه څلور تنه پوليسان ووژل شول او له لسو تنو څخه زيات کسان ټپيان شول .
  دغه بريد د پوليسو د ګزمې په موټر وشو او په موټر سپاره ناپيژاندوکسانو له سيمې څخه وتښتيدل .
د دغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
د همدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم د بلوچستان ايالت په چمن سيمه کې د يوې تروريستي چاودنې له امله د بلوچستان د قلعه عبدالله د ولسوالۍ يو افسر له خپل سکرتر او موټر چلوونکى سره ووژل شو او د پوليسو د پرسونل څه ناڅه لس تنه نور ټپيان شول .
د دغه بريد مسووليت د پاکستان د طالبانو د تحريک ډله په غاړه اخستى دى.
د بلوجستان ايالت د بېلابېلو تروريستي او پوځي مليشو د ډلو د فعاليت په دليل د پاکستان يوه ډيره نا امنه سيمه ده .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.