23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مرګاني زلزلې چين ولړزاوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-بيجينګ  باختر دزمري اتلسمه :
  دچين په جنوب  سيچوان ولايت کې سخته زلزله  دکابو ١٣ تنو دوژنې او دڅه ناڅه ١٧٥ تنه نورو دټپي کيدو سبب شوې ده .
  دامريکا دځمکې پيژندنې ادارې دخبرله مخې، دريکتر په مقياس د ٧ درجو په سختوالي دغه زلزله  دسيچوان ولايت په شمال کې وشوه او ځينو رسنيو ويلي دي چې ښايي ددغې زلزلې له امله دسردزيان شمير لوړ شي .
دسيچوان  ولايت په زلزلې  کيدونکي سيمه کې  پروت دى او په دغه ولايت کې  دتيرکال  دزلزلې له امله څه ناڅه  ٨٠ زره تنه ووژل شول .
  دتيرې شپې زلزله دسيچوان ولايت دمرکز چنګدو دشمال دکابو ٣٠٠ کيلومتري واټن کې او دځمکې په لس کيلومتري  ژورتيا کې وشوه .
دفرانسې خبري اژانس په چين کې دناتارونو دکمښت، د ملي کميټې له خولې خبر راکړ چې ښايي په دې زلزله کې  څه ناڅه سل تنه وژل شوي او ١٣٠  زره  کورونه زيانمن شوي دي .
دچين  په رسنيو کې ځينې خپاره شوي خبرونه ددې څرګندوني دي چې سيلانيان هم په وژل شويو کسانو او ټپيانو کې شامل دي .
دسينهوا دخبري اژانس دخبرله مخې، دچين جمهور رييس شي جين پينګ دټپيانو دژغورنې لپاره دبيړنيو مرستو دترسره کولو لپاره دهراړخيزو هڅو غوښتنه وکړه .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.