15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نوازشريف: د سترې محکمې تصميم راى ورکوونکو ته يو سپکاوى و

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-اسلام اباد / امريکا غږ باختر دزمري نولسمه :
   د پاکستان ګوښه کړى شوي صدر اعظم نوازشريف وايي چې د ده د پانګې د نه ثبت او راجستر په دليل د ده د ګوښه کولو په باب د سترې محکمې تصميم راى ورکوونکو ته يوسپکاوى و  .
شريف دغه موضوع پرون ناوخته په راولپنډۍ کې د خلکو پراخې غونډې ته په خطاب کې څرګنده کړه.
دغه وينا د سترې محکمې د پريکړې په باب په عام محضرکې د شريف لومړۍ  څرګندونې وې او له هغه وروسته وشوې چې شريف له اسلام آباد څخه د لاهور په لور چې د ده د ګوند مرکزي دفتر په دغه ځاى کې دى، پراخې مظاهرې پيل کړې چې وښيي د محکمې پريکړې د ده نفوذ ته زيان نه دى اړولى.
شريف وويل: ماته اجازه را نه کړى شوه چې د خپل صدارت درېمه دوره بشپړ کړم، دپاکستان هيڅ صدر اعظم ته د صدارت د دورې د بشپړولو اجازه نه ده ورکړ شوې، دغه افتضاح په تيرو اويا کلونوکې تکرار شوى دى او پاکستان نور د دې کار زغم نه  لري، دا راى ورکوونکو ته يو سپکاوى دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.