په مصر کې ددوو اورګاډو دټکر له امله په لسګونو تنه ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قاهره  باختر د زمري يو ويشتمه :
  دوه اورګاډي پرون دمصر داسکندريه په بندري ښار کې ټکر وکړ چې له امله يې څه ناڅه ٣١ تنه ووژل شول او سل تنه نور ټپيان شول .
داسوشيتد پرس خبري اژانس داسکندريه ښار  دروغتيايي  مقاماتو له خولې زياته کړه چې دتلفاتو دزياتوالي امکان شته يوشمير رسنيو دژول شويو شمير ٣٦ تنه اعلام کړي دي .
دمصر داوسپنې پټلۍ شرکت په يوه وينا کې اعلام وکړ، يو اورګاډي  چې له مصر څخه  داسکندرې  ښارته روان و داسکندريه په لويديځ کې ديوبل کتار سره چې ولاړ و ټکر وکړ .

back to top