26 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٢٩٤ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د تلې د مياشتې٣ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ايرما توفان د امريکا په فلوريدا ايالت کې د شپږ نيمو ميليونو کورونو د بريښنا بهير بند کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

واشنګټن/بي بي سي/  باختر د وږي  يو ويشتمه :
د امريکا په فلوريدا ايالت کې د کابو شپږ نيمو ميليونو کورونو بريښنا چې په دغه ايالت کې د استوګنې د ټولو کورونو له دريو برخو څخه دوه برخه کيږي،  د ايرما د مرګاني توپان له تيريدو وروسته بند شوى دى .
له فلوريدا څخه د توپان  د اصلي برخې په تيريدو سره د مرستې عمليات دوام لري او مهندسان دبريښنا دبهير دبيا تامينولو لپاره هلې ځلې کوي خو په زياترو ناحيو لاسرسۍ لا تراوسه پورې ناشونى دى .
د فلوريدا کيز ټاپوګان او د دغه لويديځ ايالت زياترې سيمې په دې استوايي توپان کې زياتې زيانمنې شوې دي .
ايرما د يکشنبې په ورځ  د فلوريدا اصلي خاورې ته ورسيد، خو د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې چې دپخوا په شان مخ په شمال روان دى، کمزورى او په يوه استوايي توپان بدل شو .
  دغه توپان چې تېره اوونۍ د کارابين په سيمه کې د څه ناڅه اووه ديرشو تنو د مړينې سبب شوى و، په فلوريدا کې د څلورو تنو د وژنې سبب شوى دى .
د ميامي هرالد ورځپاڼې د خبرله مخې: د فلوريدا ګورنر ريک اسکات وويل چې  لا تر اوسه پورې زيات وخت ته اړتيا ده چې خلک وکولى شي خپلو کورونو ته  ستانه شي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.