15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امريکا د عراق د کردستان د ټولپوښتنې نتيجې نه مني

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

واشنګټن \ بي بي سي  \باختردتلې دمياشتې ٨  نيټه :
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسون د يوې وينا په خپرولو سره اعلام کړى دى چې امريکا د عراق دکردستان دټولپوښتنې نتيجې په رسميت نه پيژني.
باختر آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ:
په دې وينا کې چې تېره شپه خپره شوه ټيلرسون ټينګار کړى دى چې د امريکا له نظره د کردستان د تيرې دوشنبې د ورځې ټولپوښتنې قانوني نه دي او د امريکا دريځ دا دى چې د متحد او يو موټي عراق ملاتړ وکړي.
د دغې وينا په دوام د امريکا د بهرنيو چارو وزير عراقي مقامات آرامۍ ته رابللي دي او د عراق مرکزي حکومت يې هم د زور له کارولو څخه ډډې کولو ته رابللى دى.
په همدې حال کې د جمعې په ورځ  د کردستان له هوايي ډګرونو څخه نړيوالې الوتنې بندې شوې .
د دوشنبې په ورځ د عراق د کردستان مقاماتو له عراق څخه د دې سيمې د بيلتون په خاطر ټولپوښتنه ترسره کړه چې په دې ټولپوښتنه کې په سلوکې ٩٢ برخه والو له عراق څخه د خپلواکۍ په پلوي رايه ورکړه.
پاى \ ج \  ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.