په کاتالونياکې سراسري اعتصاب اعلام شوى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مادريد \باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دکاتالونيا دخپلواکۍ له ټولپوښتنې  سره داسپانيا  دمرکزي  حکومت دچلند پرخلاف اعتراض کې په دغه هېواد کې عمومي  اعتصاب اعلام شوى دى.
باخترآژانس دبي بي سي  له خولې  خبر راکړ.  د کاتولونيا کارګري اتحاديو  دخپلواکۍ له ټولپوښتنې سره په ملاتړ کې او په آرامه او بشپړه توګه  ددغې ټولپوښتنې  دترسره کيدو په مخنيوي کې  دمرکزي  حکومت  دلاسوهنې  پرخلاف اعتراض کې د کاتالونيا  له خلکو څخه غوښتي دي  چې په يوه سراسري اعتصاب کې دې ګډون  وکړي او هيله کيږي چې دغه بلنه له پراخ هرکلى سره مخامخه شي .
دسيمه ييزو منابعو  دڅرګندونوله مخې، په کاتالونيا کې اعتصاب به په عادي اقتتصادي  فعاليتونو  اغيزه ولري  او عمومي خدمتونه به  ګډوډکړي.
دنن سهار په لومړيو ساعتونو کې سيمه ييزو پوليسو خبر ورکړ  چې   کابو پنځلس زره کسيزې ټولنې چې زياتره يې شنې .  ژيړې  اوسرې  جامې  اودکاتالونيا دبيرغ په رنګونو  جامې لرې  په واټونو کې حرکت وکړ او دکاتالونيا واټونه به تل زموږ وي  په شعارونو سره يې دتګ راتګ بهير بند کړ.
کارګري  اتحاديو داعتصاب له  اعلام  څخه  خپل هدف دروانې اوونۍ ديکشبنې په ورځ  دخپلواکۍ دټولپوښتنې  دترسره کولو دمخنيوي په مقصد درايي اخيستلو په مرکزونو په بريد کې داسپانيا دپوليسو داقدام سخت محکوميت وباله.
پاى \ ف\  ذ

back to top