11 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې په لسګونو کورونه د سيلاو له خطر څخه خوندي شول

کابل باختر د ليندي شلمه : د کليو د بيا جوړولو...

د شپږ ويشتو پروژو کار بشپړ شو

ګرديز \باختردليندۍ دمياشتې٢٠ نيټه : په روان کال کې...

په کونړکې د دولسو پروژو کار بشپړ شو

کابل باختر د ليندي شلمه : د کليو د بيا جوړولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامريکا جمهور رييس دايران بشپړه ستراتيژي سبا اعلاموي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

واشنګتن  باختر د تلې  نولسمه :
  سپنې ماڼۍ دسه شنبې  په ورځ اعلام وکړ چې دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ به په روانه اوونۍ کې ددې  په ګډون چې  ايا برجام به تاييد کړي اوکه څنګه ؟  دايران په باره کې خپله بشپړه ستراتيژي اعلاموي .
باختراژنس دبي بي سي  له خولې خبر راکړ.  دسپينې ماڼۍ  وياندې  ساراسندرز دبرجام دتاييد او دايران په باره کې دبشپړې ستراتيژي په باب دجمهور رييس دتصميم په اړوند ديوې پوښتنې  په ځواب کې وويل دغه موضوع به دپنجشنبې په ورځ اعلام کړي  .
جمهور رييس دايران  دبشپړې ستراتيژي  په باب تصميم ته رسيدلى دى او غواړي ډاډ ترلاسه کړي دهغو ټولو ستونزو د څيړنې لپاره چې ايران يې ديوبدلوبغاړې په توګه رامنځته کوي هراړخيز سياست  لري .
  دا دهغو رپوټونو تاييدونکي دى چې امريکايي رسنيو دتيرې اوونۍ په وروستيو وختو کې اعلام کړل ، دوى وليکل چې ترامپ غواړي د اکتوبر دمياشتې په ١٢ نيټه له برجام  څخه دامريکا وتل اعلام کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.