22 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يو بلجيمي قاضي دکاتالونيا دګوښه کړى شوي مشر دجلب دحکم په باره کې تصميم نيسي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بروکسل  باختردلړم پنځلسمه :
  دکاتالونيا ګوښه کړى شوي مشر کارلس  پوجد مان  او دهغه څلور تنه پخواني سلاکاران له هغه وروسته چې ځانونه يې دبلجيم پوليسو ته تسليم  کړل، ازاد  شول .
دغه پنځه تنه تيره شپه ازاد شول او ټاکل شوې ده دڅيړنې يو قاضي  نن ددغو کسانو  دجلب دحکم د اجرا کولو په باره کې  چې  په  اسپانيا کې يوې محکمې  تيره شپه صادرکړ تصميم ونيسي.
دجلب دغه حکم داروپا دټولې اتحاديې  لپاره صادر شوى دى .
پوجدمان  له هغه وروسته چې مادريد خپله  مستقيمه واکمني دکاتالونيا په  نيمه کورواکې سيمې عملي کړه بلجيم ته لاړ داکار په  کاتالونيا کې دخپلواکۍ دټولپوښتنې وروسته ترسره شو .
ده ويلي دي چې اسپانيا ته به ستون نه  شي .  خو داچې دده عادلانه محاکمه تصمين شي .
دى او څلور تنه نور همکاران يې ددغې ټولپوښتنې په اړوند له اړو دوړ،  له عمومي مالونو څخه له ناوړې استفادې ، نافرمانۍ او د باور له ترپښو کولو سره مخامخ شوي دي .
په اسپانيا کې يوې محکمې دغه ټولپوښتنې غير قانوني تشخصې  کړې .
داسپانيا صدراعظمې ماريانو راخوي تيره اوونۍ دکاتالونيا دسيمې مستقيم کنترول ترلاسه کړ، پارلمان يې ړنګ کړ او ددسمبر  دمياشتې په يو ويشتمه نيټه يې دسيمه ئيز انتخاباتو غوښتنه وکړه .
  ختم_  ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.