24 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امريکايي سناتور : له تروريستانو سره دپاکستان د اړيکو احتمال شتون لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردلړم پنځلسمه :
  له جمهوريت غوښتوونکي ګوند څخه يوه جګپوړي  امريکايي سناتور اعلام وکړ چې ددغه هېواد دسنا مجلس  استازي په يوه ځانګړې غونډه کې په افغانستان او پاکستان کې دواشنګتن ستراتيژي څيړي او له تروريستي ډلو سره دپاکستان داړيکو احتمال هم شته .
دامريکا په سنا کې  داسيا دچارو دکميټې  رييس ته وويل دافغانستان او پاکستان په وړاندې دواشنګتن نوي ستراتيژي  دامريکا دسنا د استازو له خوا په يوه اختصاصي  غونډه کې څيړل کيږي .
ده زياته کړه داسيا په جنوب کې دامنيت ټينګښت  دواشنګتن  لپاره او له پاکستان او دسيمو له نورو  هېوادونوسره دامريکا دښو اړيکو ټينګښت  هم دسيمې دثبات لپاره مهم دى خوښايي پاکستان له تروريستي ډلو  سره اړيکې ولري . 
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې ټاکل شوې ده په څو راتلوونکو ورځو کې دامريکا په سنا کې د منځني ختيځ دچارو کميټه او داسيا کميټه دافغانستان  او پاکستان په وړاندې دجمهور رييس  ترامپ نوې ستراتيژي په يوه اختصاصي  غونډه کې وڅيړي .
ټاکل شوې ده په دې غونډه کې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت مرستيال  اليس ولز او دافغانستان  او پاکستان په چارو کې  ددغه هېواد دنړيوالو مرستو دادارې رييس هم ګډون وکړي او داستازو پوښتنو ته ځواب ووايي .
دامريکا په سنا کې  دمنځني ختيځ او دامريکا دشمال دچارودکميټې  رييس  څرګنده کړه چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې دامنيتي حالت ، له طالبانو ، له نشه يي توکو اوله اداري فساد سره دمبارزې په باره کې خبرې اترې وشي .
دغه راز په پاکستان کې دخوندي تروريستي مرکزونو شتون او له تروريزم سره په مبارزه کې داسلام ابادهمکاري  هم څيړل کيږي .
ديادونې وړ ده چې پخوا هم دامريکا سنا دسيمه ئيزو مسئلو په وړاندې دپاکستان سياستونه دنيوکې په نظر سره تعقيب کړي دي او دغه  هېواد ددوه ګونې لوبې  په نسبت  يې خبر دارى ورکړى .
امريکا او پاکستان په وروستيو دوو کلونو کې له تاوتريخوالي ډکې اړيکې تعقيبوي .
امريکا دپاکستان دتجريدولو لپاره هلې ځلې کوي چې دغه هېواد دې ته اړباسي چې د ډار اچوونکوپه وړاندې کوتلي ګامونه واخلي .
امريکا په دې باور ده چې امريکا له طالبانو څخه دهند او افغانستان په وړاندې دوسيلې په توګه کار اخلي او دحقاني دشبکې چې دطالبانو انشعابي څانګه ده ملاتړ کوي او دطالبانو  په  نورو اړخونو فوق العاده اغيزې لري .
دامريکا او پاکستان ترمنځ دترينګلو اړيکو دوام ددې سبب شو چې امريکا له پاکستان سره خپلې مالي مرستې وځنډوي او خپل ځينې  پوځي امکانات له پاکستان څخه بيرته واخلي .
ددغه شان يوه حالت دوام ددې سبب شوى دى چې دپاکستان غرور مات شي او دخپل پخواني  دښمن  يعني روسانو پښوته وغورځيږي او دبل نړيوال قدرت خدمت ته ورودانګي او په دې  ترتيب امريکا ته خبر دارى ورکړي .  اوس  داپوښتنه طرحه کيږي چې ايا امريکا به دپاکستان په وړاندې همدغه شان هوډمنه پاتې شي ؟
د( رند  ) دڅيړنيزې موسسې يو غړى چې مرکز يې په واشنګتن کې ده وايي چې دپاکستان په وړاندې دامريکا پروګرامونه به لنډ مهال وي .
د ( رند )  موسسې  يوه جګپوړي  غړى جونابلنګ څرګنده کړې ده چې امريکا دپاکستان پرخلاف کومه ځانګړي ستراتيژي نه لري او ددې په پام کې نيولو پرته چې دامريکا جمهورييس اويا دبهرنيو چارو وزير ووايي واشنګتن به له اسلام اباد سره  له خپلو ژورو  اړيکو څخه له  هند او افغانستان سره داړيکو دپراختيا  لپاره  تير نه شي او بايددواشنګتن په سياست کې  راديکالي بدلون ته سترګې په لاره ونه اوسو او پاکستانيانو دامريکا مجبوريتونه په ښه توګه درک کړي دي اوله امريکا سره دسياسي ناندرو په حال کې دي .
افغان سياسي کارپوهان وايي چې دلته  افغانستان اودهغه خلک  دي چې قرباني کيږي ځکه زموږ  دديپلوماسۍ دستګاه  په نړيوالو سياسي معاملو کې  د افغانستان دحالت دتعريف او دموقعيت دتثبيتولو توان نه لري .
داکار ددې سبب شوى دى چې افغانستان په نړيوالو اړيکو او لوبو کې دويمه خبره وکړي .
ښه به وي چې زموږ  دديپلوماسۍ دستګاه لازياته فعاله شي او دافغانستان دريځ تثبيت کړي چې افغانستان له څنډې څخه دسيمه ئيزو اړيکو متن ته ستون شي .
  ختم_  شکريه _ اکرم

  دامريکادسنامجلس  له خواددغې مسئلې د څيړنې پايله به څه وي؟

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.