15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهند او سريلانکا په سخت توپان کې څه ناڅه سل تنه بې درکه شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

نوي ډيلي  باختر  دليندي  يوولسمه :
  په هند اوسريلانکا  کې دجمعې دورځې دسخت توپان له امله نولس تنه ووژل شول او څه ناڅه سل تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس دايرنا له خولې خبر راکړ. دهند له طبيعي  افتونوسره دمبارزې دسازمان دمقاماتو له اعلام سره سم دجمعې په ورځ  دکرلا او دتاميل نا دو په ايالتونو کې د توفان  له امله ١٢ تنه ووژل شول .
سريلانکايي مقاماتو  هم وويل چې ٧ تنه نور ددغه هېواد دشمال په سيمو کې دتوپان  په دليل وژل شوي دي .
دغه راز دهند ساحلي ګارد اعلام وکړ څه ناڅه  سل تنه هندي کب نيوونکي چې دتوپان دچليدو په وخت کې په سمندر کې و بيدرکه  شوي دي .
دهند ددفاع وزير  نيرمالاسيتا رمان وويل چې دهند دسمندري پوځ بيړۍ دکب نيوونکو دژغورنې او دمرستې دعملياتو دترسره کولو لپاره  جنوب ختيځو سواحلو ته ليږلى شوي دي .
دتاميل نادو ايالت په مرکز  چناى کې يوه دولتي مقام وويل چې په يوساعت کې دڅه دپاسه ١٣٠ کيلومترو په چټکتيا توپان اوباد، دونو دچپه کيدو دبريښنا دکيبلونو دغوڅيدو  او دودانيو دنړيدو سبب شوي دي او دزرګونو کورنيو دبريښنا بهير هم بند شوى دى .
دتاميل نادو دولت په چني ښار کې دنن ورځې لپاره ټول ښوونځي او پوهنتونونو تعلطيل اعلام کړي دي .
دهند دکرلا ايالت حکومت هم له ګرځندويانو څخه وغوښتل چې  تر راتلوونکو ٢٤ ساعتو پورې دې په ساحلي  سيمو اوبازار کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي .
  دهند دهواپوهنې سازمان اټکل کړى  دى چې دغه توپان به په راتلوونکو ٢٤ ساعتو کې لاپسې تند شي .
په ١٩٩٩ کال کې دهند په ختيځ اورثا ايالت کې دسخت توپان دچليدو څه دپاسه ٨٠٠٠ تنه  ووژل شول .     ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.