17 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د سمنګانو ولايت د انتخاباتې شکايتونو...

نهه کيلومتره سړک په غزني کې جوړيږي

نهه کيلومتره سړک په غزني کې جوړيږي

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د نهو کيلو متره مواصلاتي سړک...

په بلخ کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په بلخ کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : څلور تنه وسله وال طالبان تېره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ګرجستان پخوانى جمهور رييس په اوکراين کې ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

تفليس/ امريکا غږ باختر د ليندي  پنځلسمه :
د ګرجستان پخوانى جمهور رييس ميخاييل ساکاشويلي د اوکراين په پايتخت کيف ښارکې په داسې حال کې چې د خپلو ملاتړو د يو څه لمسوولو لپاره د خپل کور چت ته تللي و، ونيول شو .
د اوکراين امنيتي مامورانو د ساکاشويلي د استوګنې په اپارتمان له بريد وروسته،  دى ونيوه او له ځان سره يې بوته.
د سه شنبې په ورځ او په داسې حال کې چې د ساکاشويلي ملاتړي د ده د کور په وړاندې راغونډ شوي وو، د ده د نيونې مخه ونيسي. پوليسو د اوښکي بهوونکي ګاز او مرچو په کارولو او د خلکو په خورړلو سره د ده د اپارتمان په لور خپله لاره پرانستله .
  ساکاشويلي د خپلو ملاتړو د کتنې لپاره د اپارتمان بام ته ختلى و او د موټي په خوړولو سره يې ماموران ګواښول، په هماغه وخت کې ونيول شو .
ميخاييل ساکاشويلي چې په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې د انقلاب له لارې په ګرجستان کې قدرت ته ورسيد، تر ٢٠١٣ ميلادي کال پورې د قفقاز د حوزې د دغه هېواد جمهور رييس و.
ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.