17 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په تخار ولايت کې  ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

په تخار ولايت کې ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو...

 دکوچنيو  پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

دکوچنيو پروژو په پلې کولو کې داقتصاد دوزارت داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کوي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : داقتصاد وزارت دکوچنيو پرمختيايي...

پوهاند محمدر سول باوري :  دنيمروز څلې  سروې کيږي .

پوهاند محمدر سول باوري : دنيمروز څلې سروې کيږي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه : دنيمروز له ولايت څخه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پاکستان ته دسي آى اې نوى خبردارى : دخپل امنيت دساتنې لپاره به اقدام وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردمرغومي دمياشتې٢٠نيټه :  
دپاکستان دمرکزي استخباراتو دسازمان يا ( سي  آى  اې  )  رئيس ويلي وي  ؛ که چېرې پاکستان دډاراچونکو ډلو په تيره بيا دحقاني دشبکې اوطالبانو په وړاندې  عملي ګامونه وانخلي ، امريکا به  دخپل امنيت دساتنې لپاره اقدام   وکړي.
داپه داسې حال کې ده  چې دافغانستان او داسيا دجنوب په وړاندې دامريکا دنوې ستراتيژۍ له اعلام وروسته  دامريکا جګپوړو مقاماتو  په پرله پسې توګه  دهغو دعملي کولو لپاره دپاکستان مقاماتو ته  دنوې ستراتيژۍ  خبردارى ورکړ  او دغه خبردارى  پاکستانيانو ته  کم ا هميت لري.
دباختر آ ژانس خبريال ليکي ؛ د امريکا داستخباراتو د سازمان يا ( سيا) رئيس 
مايک  پومپيو په خپلو نويو څرګندونو کې  يو ځل بيا  پاکستان ته خبردارى ورکړى دى  که چېرې اسلام اباد  ډاراچوونکو ته پناه ورکولو ته دوام ورکړي  امريکا به  دخپل  امنيت دساتنې لپاره اقدام وکړي.
ده ټينګار کړى دى ؛ موږ هلې ځلې کوو پاکستان په دې پوه کړو  چې ددې وخت رارسيدلى دى چې په خپله خاوره کې دډاراچوونکو دخوندي پټنځيو پرضد  اقدام وکړي. دا به اسلام آباد ته ډير ښه فرصت وي له دې پرته   موږبه دامريکا  دګټو دساتنې لپاره هر کار چې لازم وي ، ترسره کړو .
ده  دغه راز زياته کړې ده  چې پاکستان لا تراوسه پورې هم  هغو ډاراچوونکو ته  چې دامريکا متحده ايالات  ګواښوي ددغه هېواد  په خاوره کې خوندي پټنځي ورکوي. موږ خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کوو  چې پاکستان په دې پوه کړو چې   دا کار نور دمنلو وړ نه دى .
دامريکا داستخباراتو رئيس څرګنده کړې ده  ؛  جمهوررئيس ترامپ په ډانګ پيلي ډول  پاکستان ته ويلي دي  چې له ډاراچوونکو سره له ملاتړ څخه دې  لاس واخلي  اوپه خپله خاوره کې دې  ددغې ډلې  خوندي ځالې دړې وړې کړي.
ده وويل  چې  دپاکستان په خاوره کې دډاراچوونکو ډلو شتون دامريکا لپاره   يو ګواښ  دى  او ترامپ  له ډيل پرته  له دغو ډلوسره دپاکستان دملاتړ دبندولو غوښتنه کوي.
خو ځينې کارپوهان په دې باور دي  چې دامريکا دنوې ستراتيژۍ داعلام له
وخت څخه تراوسه پورې کابو پنځه مياشتې تيرې شوي دي خو امريکائيانو 
ددغې ستراتيژۍ دعملي کولو لپاره په پاکستان  کوم اقدام نه دى کړى.
دامريکائيانو خبرداري يوازې  په لفظي ډول دي .
ددوى په خبره  پاکستانيان هم په دې باور دي چې  امريکا نه شي کولاى  ددغه هېواد پرخلاف کوم جدي اقدام وکړي  ځکه دغه خبر داري هره ورځ تکراريږي  خو کومه مانا نلري . په همدې حال کې دپاکستان داستخباراتو دسازمان يا                ( آى اس  آى  ) پخواني رئيس اسددراني ويلي دي  هغه څه چې دامريکا  جمهور رئيس ورسره بلد دى  دخبر  داري ورکول او چيغو وهل دي.
ده تراوسه پورې  دشمالي کوريا ، ايران او اوس دپاکستان په ګډون يو زيات شمير  هېوادونه  ګواښلي دي  او ددغو هېوادونو پرضد يې زياتې چيغې وهلي دي . خوپه واقعيت کې دغه  چيغې او ناندرې  کوم ځاى نه نيسي .
په داسې حال کې چې دامريکا دبهرنيو چارو وزير په دې وروستيو وختو کې اعلام وکړ چې  پاکستان  بايد  له ډيل پرته  اوپه سملاسي ډول  دډاراچوونکو پرضد  دمبارزې او دافغانستان له  حکومت سره  دخبرو ميز ته دطالبانو دراوستلو په کار کې  خپل صداقت  وښيي. ده هم خبردارى ورکړى  دى  چې واشنګټن   په دې برخه کې دپاکستان  عملي اقداماتو ته سترګې په لاره دى.
له دې پرته به واشنګټن په خپله  په يو اړخيز ډول عمل وکړي.
ځينې ښنوونکي  په دې عقيده دي تر هغه وخته پورې چې  امريکائي مقامات    دافغانستان او دآسيا د جنوب دهېوادونو لپاره  دامريکا دنوې ستراتيژۍ دعملي کولو لپاره  دډاراچوونکو ډلو دملاتړي په توګه دپاکستان په وړاندې  جدي او عملي تصميم ونه نيسي ، ښايي  دغه نوې ستراتيژي له زياتو جلنجونوسره مخامخ شي .
ددوى په خبره پاکستان ته دامريکائيانو لفظي خبرداري کوم ځاى ته نه رسيږي  هغه فشارونه چې  دمالي اوپوځي مرستو دبندولو لپاره  دامريکايي مقاماتوله خوا په پاکستان اچول شوي دي ، لاتراوسه پورې هم له ډاراچوونکوسره  په مبارزه کې  دپاکستانيانو په   کړنو کې کوم بدلون نه دى راغلى او ډاراچوونکو ډلوخپلو ډاراچوونکوفعاليتونوته لا پسې زور ورکړى دى او هيله ده چې  امريکا  د لفظي خبر  داريو پرځاى  په  څرګنـــــد ډول  په  پاکستان خپل عملي  اقدامات ترسره کړي.   پاى \ف\ ذ

Last modified on Wednesday, 17 January 2018 07:40

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.