18 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د سيمه ييزو ارګانونو...

جمهور رئیس غني : ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پاکستان کې د ازادۍ راډیو د مشال څانګې د تړل کېدو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه!

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردمرغومې دمياشتې٣٠ نيټه  :
د بیان آزادي چې د دیموکراسۍ بنسټیز اصل دی، همدا اصل متمدن ولسونه له نامتمدنو ډلو بېلوي.
هغه هېواد، چې د دیموکراسۍ دعوه کوي د بیان د ازادۍ اصل ته یې ژمن پاتې کېدل اړین دي.
خو په اسلام آباد کې د پاکستان د حکومت له خوا د ازادۍ راډیو د مشال د څانګې دفتر تړل دا څرګندوي چې لا اوس هم د پاکستان استخباراتي‌ ادارې د دیموکراسۍ اصل ته ژمن نه دي‌ او د مشال راډیو تړل د بیان ازادۍ او رسنېو په برخه کې یو ترهګریز او تروریستي ګذار دی.
ترهګري یواځې د خلکو وژل او ترور کول نه دي، بلکې د خلکو او ولسونو غږ خفه کول او د هغوي هغه حقه حقونه چې غواړي ېې په دې اړوند د دوی د غږ بندول  هم یو ډول ویره اچونه او د ولسونو ګواښ دی.
پاکستان هر مهال هڅه کړې، چې خپلو سیاسي اهدافو ته د رسېدو په موخه د تروریزم له بېلا بېلو لارو څخه کار واخلي، چې وروستۍ یې په اسلام آباد کې د ازادۍ راډیو د مشال د څانګې بندول و، نو له همدې امله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه کړنې د غندنې تر څنګ دا د بیان د آزادۍ له ټولو اصولو سره په ټکر کې بولي. پاى_ذکرالله

Last modified on Saturday, 20 January 2018 12:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.