19 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : د اطلاعاتو اوفرهنګ...

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ـ کابل باختر د تلې ۲۶ مه درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو...

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

تالقان باخترد تلې ۳۶ په تخارولایت کې د پوهنې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

روسي مقامات : داعش جګړه ماران په افغانستان کې زيات فعال شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  د سلواغې  دوه ويشتمه :
دملګروملتو په سازمان کې  دروسيې  درسمي استازي  په ګډون يوشمير روسي مقاماتو په افغانستان کې  د داعش  دډلې دفعاليتونو له امله  انديښنه څرګنده کړې ده .
  دغه مقامات ادعاکوي چې ګڼې  اووه زره تنه داعشيان په افغانستان کې فعاليت کوي. او په افغانستان کې ددغې ډلې  فعاليتونه  په عراق او سوريه کې  ددوى له ماتې وروسته  زيات شوي دي .
  دروسيې  درسمي مطبوعاتو د ډله ئيز امنيت  تړون  دسازمان  دسرمنشي دمرستيال  والري  سمير يکوف  له خولې  رپوټ ورکړى دى،  چې ويلي دي  په سوريه کې  دداعش  له ماتې وروسته  ددغې تروريستي ډلې جګړه ماران  په افغانستان کې  شتون لري  چې اوس شمير يې څه ناڅه اووه زره تنو ته رسيږي
  سمير يکوف  ويلي دي دهغو شميرنو پربنسټ چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دملي امنيت  دسلاکار له خوا يې ترلاسه کړي دي وايي  چې په افغانستان کې ددغې  ډلې دغړو شمير اووه زرو تنو ته رسيدلى دى .
په همدې حال کې  دملګروملتو په سازمان کې دروسيې فدراسيون دايمي
استازي  څرګنده کړې ده  چې ددغې ډلې  جګړه ماران  هلې ځلې  کوي چې دافغانستان په شمال کې ځاى پرځاى شي چې په نتيجه کې به  دروسيې  جنوبي سيمې اوپه مرکزي اسيا کې  دهغه  متحدين له ګواښ  سره مخامخ  کړي .
  په افغانستان کې دداعش  دفعاليتونوپه زياتوالي سره  روسيه په منځني اسيا کې دخپلو ځواکونو  دپياوړتيا په فکر کې  دى دغه راز  ددغو هېوادونو  پوځونه هم سمبال کړي دي  . دافغانستان لپاره دروسيې  دجمهور رييس ځانګړي استازي  ضمير کابلوف  په خپلو نويو څرګندونو کې ويلي دي  چې داعش  دروسيې  او دمنځني اسيا د هېوادونو دبې ثباته کولو لپاره يو پروګرام دى . او داعشيان  غواړي  افغانستان دځان لپاره  خوندى ځاى او دمنځني اسيا په لور  د تيريدو  د دهليز په توګه  جوړ کړي .
دغه روسي ديپلومات ويلي دي  چې په افغانستان کې دداعش جګړه  له امريکايي ځواکونوسره نه بلکې  دغه ډله په روسيې او منځني اسيا کې ديوشمير هدفونو لپاره  جوړه شوې ده .
په همدې حال کې دتاجکستان  دکورنيو چارو وزير  وايي، تيرکال ٢٥٠تنه تاجکي اتباع  چې په سوريه اوعراق کې دداعش تر څنګ جنګيدل  وژل شوي دي .
  رمضان رحيم زاده څرګنده کړه  چې په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې ٣٧٩ تنه  په تاجکستان کې له بيلابيلو تروريستي ډلو سره د پيوستون له امله ونيول شول .
او دغه راز زموږ  دهېواد ١١٧ تنه اتباع  په خپله خوښه  تاجکستان ته ستانه شول .   روسي مقامات په افغان مقاماتو او په دغه هېواد کې دامريکايي ځواکونو په قوماندانانو  دداعش په وړاندې دمبارزې  دنه کولو تور لګوي .
دايران مذهبي مشر او ددغه هېواد ددفاع وزير  هم په خپلو جلا جلا  څرګندونو کې  په امريکا تور لګولى دى  چې داعش له عراق او سوريې  څخه  افغانستان ته  ليږدوي .
  خو افغان مقامات وايي  چې يوشمير هېوادونه په افغانستان کې د داعش په ستر ښودلو سره  دخپلو هدفونو درسيدو په لټه کې دي . يوشمير افغان سياسي کارپوهان  وايي  چې روسيه دداعش  په ستر بللو سره  هلې ځلې کوي  په منځني اسيا کې  خپل نفوذ او ځواکمنتيا  زياته کړي .
دغه راز دغه کارپوهان ،په روسيه او امريکا ،په افغانستان کې دنيابتي جګړې تور لګوي چې يو يې  دطالبانو اوبل يې دداعش ملاتړ کوي .
امريکا  په افغانستان ، سوريه  او عراق کې  له داعش سره  هر راز اړيکې  ردوي . او ټينګار کوي  چې دغه ډله ديوې تروريستي ډلې  په توګه  ځپي .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.