20 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

فرمان

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه : دجمهور رييس دځانګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دسولې دخبرو په پاليسي کې بدلون . دنړۍ يوې معتبرې رسنۍ دکابل دپروسې په دويمې غونډې او له وسله والو طالبانو سره دافغانستان دجمهور رييس په غوښتنې تمرکز کړى دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب يوولسمه :
  بريتانوي ورځپانه  ګاردين ليکي  دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني  طالبانو ته  د اوربند وړانديز کړى دى  او ددغې ډلې  دبنديانو دخلاصون داحتمال  خبرې کړي دي .
  محمد اشرف غني دغه راز وړانديز کړى دى  چې  دسولې په خبرو کې  چمتو دى  چې  طالبان  ديوې  مشروعې سياسي ډلې په توګه  په رسميت وپيژني .
جمهور رييس محمد اشرف غني  دکابل د پروسې دنړيوالې غوڼدې په پيل کې  چې دتيرې چارشنبې په ورځ  په افغانستان کې دسولې دلرليد په باب جوړه شوه ، خپل وړانديزونه طرحه کړل .
  دګاردين په ليکنه  دتيرې چارشنبې دورځې څرګندونې  دجمهور رييس محمد اشرف غني په پاليسيو کې  يو ستر بدلون ښيي  ځکه  ده  تل طالبان  دتروريستانو په توګه بللي دي .
  ورځپاڼې  دطالبانو دمقاماتو  له خولې هم ليکلي دي  چې ويلي يې دي  چې ددوى ددوستو هېوادونو له خوا تر فشار لاندې دي  چې خبرې  ومني .
  ختم_  ف _ اکرم


 

Last modified on Friday, 02 March 2018 17:52

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.