24 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بدخشان کې  د شاتو د مچيو روزنې سمون موندلى دى

په بدخشان کې د شاتو د مچيو روزنې سمون موندلى دى

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د بدخشان ولايت...

 په ميدان وردګوکې ٨٠ تنه پوځيان د طالبانو له خوا آزاد شول

په ميدان وردګوکې ٨٠ تنه پوځيان د طالبانو له خوا آزاد شول

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دتروريزم پرخلاف داقدام لپاره له اسلام اباد څخه دواشنګتن بيا غوښتنه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد  باختر د کب  ديارلسمه :
  د امريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت دقوماندانۍ  دمرکز وياند  دانا وايت په يوه خبري غونډه کې وويل پنتاګون عقيده لري چې پاکستان کولاى شي له دې زيات له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې اقدام وکړي .
دايرنا خبري اژانس دپاکستان دديلي ټايمز  ورځپاڼې  له خولې خبر راکړ .
دانا وايت په دې اړوند ديوې پوښتنې په ځواب  کې وويل چې دا دانفصال  اوفرصت تکى دى چې پاکستان  له ترويزم سره دمبارزې په برخه کې  زيات اقدامات ترسره کړي .
دپنتاګون وياند دغه راز د خپلې  وينا  په يوه   بله   برخه کې دافغانستان دستونزو په اړوند وويل  زموږ موخه داده چې دافغانستان له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړو او ډاډ  ترلاسه کړو چې په دغه هېواد کې تاوتريخوالي پاى ته رسيږي .
ده وويل له طالبانو څخه غواړو چې له ترور او تاوتريخوالي  څخه لاس واخلي دافغانستان داساسي قانون ملاتړ وکړي او دکابل ددولت دسولې له بهيرسره  دې يوځاى شي .  له تروريزم سره دمبارزې او دامنيت دتامينولو په ادعا سره دامريکا دپوځي ځواکونو دشمير دزياتوالي  په لاره کې په افغانستان کې دامريکا سياست  په داسې حال کې  دى چې ددغه هېواد له کابو شپاړلسو  کلونو پوځي شتون وروسته په افغانستان کې  ناامنۍ او تروريستي فعاليتونه زيات شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.