19 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دبغلان ولايت دکرنې...

پنځه ويشت ټنه  تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

پنځه ويشت ټنه تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دعامې روغتيا وزارت موظفينو...

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : د ١٣٩٨ لمريز نوي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامريکا دجمهور رييس له خبر دارى وروسته دسورېې دځواکونو تيارسى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دمشق  باختر د وري دوه ويشتمه :
په داسې حال کې چې  احتمال لري امريکا په سوريه کې  په ښکاره  دکيمياوي بريد په غبرګون کې ددغه هېواد پرخلاف په پوځي اقدام لاس پورې کړي داسوشيتد پرس   خبري اژانس په سيمه کې  دکتوونکو له خولې خبرراکړ چې دسوريې حکومتي  ځواکونه او متحدين  يې دتيارسۍ  په حال کې دي .
  دامريکا جمهور رييس  دونالد ترامپ  ددوشنبې  په ورځ دسوريې په باب په تيرو ٤٨ ساعتو کې دتصميم داعلام خبرورکړ او وروسته يې وويل چې دامريکا غبرګون به سخت وي .
ده دسه شنبې په ورځ لاتينې امريکا ته دسفر برنامه لغوه کړه چې دسورېې  په سياست  تمرکز وکړي .
دامريکا ددفاع وزير  جيمز متيس هم په روانه اوونۍ کې دخپل سفر پروګرامونه لغوه کړل چې په واشنګتن  کې پاتې شي .
دسوريې مخالفان ددغه هېواد په حکومت دمشق ته څيرمه په دوما ښار کې ددوشبنې په شپه دکيمياوي بريد تور لګوي  چې  دلسګونو تنو دمړينې  سبب شوى دى . .
دسوريې   حکومت دغه تور ردوي :دسوريې دبشر دحقوقو مدافع ډلې چې مقر يې په بريتانيا کې دى وويل چې ددوشنبې له شپې څخه تراوسه پورې دسوريې  ځواکونه ددوه اويا ساعتونولپاره تيارسى کړى شوي دي او دخپلو سنګرونو دپياوړي کولو په حال کې دي
ددغې  ډلې مدير رامي عبدالرحمن وويل چې دهېواد له جنوب څخه ترشمال او له ختيځ  څخه تر لويديځ پورې دسوريې  ځواکونو ته دتيارسى امر صادر شوى دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Saturday, 14 April 2018 05:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.