20 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دخليج د ډال پوځي تمرينونه په سعودي عربستان کې ترسره شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري اته ويشتمه : دنړۍ دپنځه ويشتو هېوادونو پوځي تمرينونه په سعودي عربستان کې ترسره شول . دخليج د ډال تمرينونه چې دروان ميلادي کال دمارچ دمياشتې په اتلسمه نيټه په سعودي عربـستان کې پل شوي ود دوشنبې په ورځ پاى ته ورسيدل . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه پوځي تمرينونه چې ديوې مياشتې لپاره پيل شوي و په هغو کې پنځه ويشتو هېوادونو خپلې پوځي ځواکمنۍ نندارې ته وړاندې کړې . ددغو پوځي تمرينونو موخه دپوځيانو دځواکمنۍ دکچې لوړول او له سيمه ئيزو ننګونو سره دمقابلې لپاره ددغو هېوادونو ترمنځ دنږدې همکاريو رامنځته کول بلل شوي دي . دافغانستان دملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي دسعودي عربستان دمقاماتو په بلنه دافغانستان په استازيتوب ددغوتمرينونو په پاى ته رسيدونکو مراسمو کې ګډون وکړ . ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Monday, 23 April 2018 04:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.