20 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په فرانسه کې د چړو په يو بريدکې دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پاريس  باختر دثور  ٢٣
يو وسله وال سړى تېره شپه د فرانسې په پايتخت پاريس ښارکې په چړو سره په خلکو بريد وکړ چې دوه تنه يې ووژل او څو تنه نور يې ټپيان کړل.
د داعش ډلې د يوې خبرتيا په خپرولو سره د دغه بريد مسووليت منلى دى.
د فرانسې د رسنيو د خبرله مخې: يرغلګر د پوليسو له خوا په ډزو سره وژل شوى دى .
عيني شاهدان وايي چې پوليسو لومړى هلې ځلې وکړې چې له الکترونيکي وسلې سره په استفادې سره يرغلګر چې د (الله اکبر) نعرې وهلې؛ ونيسي. خو په پاى کې  په ډزو سره ووژل شو .
له دغه بريد وروسته چې تر اوسه پورې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي؛ د داعش ډلې  ادعاکړې ده چې دغه بريد يې دوى ترسره کړى دى .
د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى او له دې سره جوخت د فرانسې څارنوالى وويل: د دغه بريد په باب تحقيقات د هغه د تروريستي والي په احتمال سره  پيل کړى دى .
د يرغلګر سړي هويت تر اوسه پورې نه دى اعلام شوى .
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Sunday, 13 May 2018 12:40

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.