24 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بريټانيا ۵۰ نورو افغان ژباړونکو ته ويزې ورکوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

نړيوالې خبري منابع  \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢نيټه :
د بريټانيا حکومت لسګونو نورو افغان ژباړونکو ته ويزې  ورکوي. ډيلي ټلګراف ورځپاڼې د بريټانيا د دفاع وزير ګوين ويليامسون له خولې ليکلي چې وايي، ۵۰ هغو افغانانوته چې په هلمند ولايت کې يې د بريټانوي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې، دا حق ورکول کېږي چې له خپلو کورنيو سره يوځای په بريټانيا کې ژوند وکړي.                                 
له‎ دې سره به افغان ژباړونکوته دبريټانيا دنويو ويزو شمېر۲۰۰ ته ورسېږي.                                                                                                                        د بريټانيا د دفاع وزير پرون  ډيلي مېل ته ويلي و چې دغو افغان ژباړونکو بريټانيا ته د پام وړ خدمت کړی دی.     
د دوشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱»   دغه اعلام  وروسته  له هغه  وشو چې د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله  تېره اوونۍ بريټانيا ته د خپل سفر پر مهال د بريټانيا پر حکومت انتقاد وکړ چې دغو افغان ژباړونکو ته چې د ده په وينا ژوند يې له خطر سره مخامخ دی، سمه رسيده‎ګي نه‎ ده کړې. 
د راپورونو له مخې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۴ ميلادي کال پورې تر ۷۰۰۰ ډېرو افغانانو په افغانستان کې د بريټانوي ځواکونو سره دندې ترسره کړي چې نېژدې نيمايي يې ژباړونکي وو.                                                                  
تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ پخواني افغان ژباړونکي بريټانيا ته انتقال شوي دي.  دا مهال په افغانستان کې د بريټانيا شاوخوا ۵۰۰ پوځيان دېره دي.             
پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.