16 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د قضيې له سياسي حل سره د روسيې ملاتړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي  دوه ويشتمه :
  د روسيې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له دولت  سره د طالبانو د مستقيمې  خبرو د پيل هرکلى کوي .
ده زياته کړه  چې روسيې تل د دغو خبرو غوښتنه کړې ده، طالبان د افغانستان يوه برخه وګړي دي او بايد په مستقيم ډول د دغه هېواد په سياسي بهيرکې   ګډون وکړي .
ده تينګار وکړ چې تر اوسه پورې د دغو خبرو د پيل لپاره د طالبانو د تياري هيڅ راز نښنه نښانه نه ده ليدل شوې خو موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو .
ده څرګنده کړه : موږ به د ډله ئيز امنيت د تړون په سازمان کې د دغې موضوع د تحقق لپاره له خپلو همکارانو سره کار وکړو .
د روسيې د بهرنيو چارو وزير څرګنده  کړه چې د ډله ئيز امنيت د تړون دسازمان د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان د شمال د حالت په نسبت چې داعش پکې فعاليت لري؛ انديښمن دي .
په دې غونډه کې ټولو برخه والو وزيرانو د افغانستان د حالاتوز د کنترولولو او باثباته کولو په اړتيا باندې تينګار وکړ .
دوى د سوريې اوعراق په ګډون ددغه هېواد په خاوره کې د داعش د نفوذ په نسبت انديښنه څرګنده کړه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 05:18

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.