22 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ١٨ تنه ډار اچوونکي په جوزجان کې ووژل شول .

١٨ تنه ډار اچوونکي په جوزجان کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ ٣١ نيټه : دجوزجان ولايت...

 يوځوان  په مزارشريف  ښار کې ووژل شو .

يوځوان په مزارشريف ښار کې ووژل شو .

کابل باختر دچنګاښ ٣١ نيټه : يوه ځوان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپاکستان پخوانى صدر اعظم نواز شريف په لس کاله بندمحکوم شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام آباد \ بي بي سي  \باختردچنګاښ دمياشتې١٦نيټه :      
په پاکستان کې يوې محکمې د دغه هېواد پخوانى صدراعظم محمدنوازشريف  د اداري فسادپه اړوند په لس کاله بند محکوم کړ.
د نوازشريف لور او د هغه زوم هم دفساد په تور  په بند محکوم شول .
د پاکستان دملي محاسبې محکمې د حکم په اجرا کولو کې له څو ځلې  ځنډ وروسته پرون خپله وروستۍ رايه اعلام کړه. د محمد نوازشريف د نيولو حکم د دغو تورونو په اړوند تېر کال صادر شوى و.
نوازشريف اوس په لندن کې دى او حکم د ده په غياب کې صادر شوى دى او ده ويلي چې د دغه حکم ترشا سياسي انګيزه شته .
دمحکمې قاضي محمدبشير دپاکستان پخوانى صدراعظم په لندن کې دڅلورو اپارتمانونو د لرلو په خاطر چې د ده له معاش څخه زيات ارزښت لري، دلسو کلونوپه بند او له محکمې سره دهمکارۍ نه کولو په خاطر په يو کال بند محکوم کړ .  
د پاکستان دپخواني صدراعظم لور مريم نواز شريف په جرم کې د مشارکت په تور  په اوو کلونو بند اوله محکمې سره د همکارۍ د نه کولو په خاطر په يو کال بند محکومه شوې ده او هغې ميړه محمدصفدر له محکمې سره د همکارۍ نه کولو په تور په يوکال بند محکوم شوى دى .
پاى \ج\ ذ 

Last modified on Saturday, 07 July 2018 12:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.