13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : د داعش په ډلې پورې...

په هرات کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : د هرات پوليسو په دغه...

اوولس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : اوولس تنه داعشيان د هېواد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د عربستان ائتلاف د يمني ماشومانو د سپرلۍ د بـس موټر د بريد تېر وتنه ومنله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

رياض  باختر دوږي  يوولسمه :
  د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف منلې ده چې د تېر اګست مياشتې په نهمه نېټه د ماشومانو د سپرلۍ د بس موټر بريد يو تير وتنه وه او د  خواشينۍ او خواخوږي د څرګندولو په ترڅ کې ويلي دي چې د يمن حکومت له لارې به د قربانيانو کورنيو ته  غرامت ورکړي .
دغه ائتلاف دغه راز ويلي دي چې د ورته عملياتو د مديريت په لارو چارو نوې کتنه وکړي.
په هغه هوايي بريد کې چې د اګست مياشتې په نهمه نېټه په يوبس موټر د يمن په صعده ولايت کې وشو، د ٤٠ تنو ماشومانو په ګډون ٥١ تنه ووژل شول .
پوځي ائتلاف چې په يمن کې له حوثي ياغيانوسره جنګيږي، پرون د يوې وينا په صادرولو سره  د دغې تېر وتنې په  منلو سره  ټينګار وکړ: د هغو کسانو سر غړونه به چې په دغه عملياتوکې رول لري، وڅيړل شي .
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Monday, 03 September 2018 05:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.