25 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شل تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : د داعش...

په نورستان کې د لسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : د داعش...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبانو دپاکستان صدراعظم ته دوژلو ګواښ وکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد  باختر دوږي  ديارلسمه :
  دلندن دساندي اکسپرس  دورځپاڼې خبري بلوتن  په يو خبر کې  ادعا کړې ده  چې مليشه  طالبان  تصميم لري چې دپاکستان صدراعظم ترور کړي .
دلندن دساندي اکسپرس  ورځپاڼې په خبري بلوتن کې  چې دپاکستان په رسنيو کې  په پراخ ډول  خپور شوى دى  ويل شوي دي  چې  پاکستاني خبريالې  ساديا افضل په دې وروستيو وختو کې له دغه ګواښ څخه پرده پورته کړې ده
  دهمدې خبرله مخې ،  دې ادعا کړې ده  چې دپاکستاني طالبانو دتحريک يوه سيمه ئيزه ډله  ديو مذهبي اوسياسي مقام له خوا ماموريت ترلاسه کړې دى چې ددغه ولايت صدراعظم ترور کړي .
افضل  ددغه  خبر سرچينه ډير موثق بللې ده او ويلي دي چې نه شي کولاى  دهغه  نوم واخلي .
عمران خان نوي دپاکستان  صدراعظم شوى دى . او تراوسه پورې په دغه هېواد کې له تروريزم سره دمبارزې دسياست په  باب څه نه دى ويلى .
دپاکستان رسمي مقاماتو تراوسه پورې  ددغه خبرپه وړاندې  غبرګون نه دى ښودلى .  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Wednesday, 05 September 2018 04:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.