دپاکستان د جمهوري رياست کانديد عارف علوي : زه به غير فعال جمهور رييس ونه اوسم .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد  باختر دوږي  ديارلسمه :
  دپاکستان دجمهوري رياست په انتخاباتو کې  ددريو کانديدانو لپاره دراي ورکوونې  بهير  نن سهار پيل شو .
دپاکستان  د تحريک انصاف ګوند نوماند  ډاکتر عارف علوي د جمهور رييس مقام ته  دانتخاباتو لپاره  نوماند نن وويل  چې هغه به  غير فعال جمهور رييس نه وي .
باختراژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبرورکړ علوي دجمهوري رياست  دانتخاباتو لپاره  د راى ورکوونې له پيل څخه يو ساعت مخکې رسنيو ته وويل چې دى  به هلې ځلې وکړي  چې  داوبو د کمښت ، روغتيا او عدالت پورې اړوندې مسئلې  دهېواد دجمهور رييس په توګه حل کړي .
  ده وويل  داساسي قانون په چوکاټ کې  اقدام کوي او هلې ځلې کوي ټولې هغې مسئلې  چې هېواد يې  ورسره مخامخ دى  حل کړي .
ده وويل  زه به  دپاکستان جمهور رييس  واوسم نه ديو واحد ګوند .
دپاکستان دجمهور رييس دفتر له هغه وروسته چې د اساسي قانون د اصلاح له لارې  له واک څخه ولويد په يو سمبوليک دريځ  بدل شوى دى .   ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 05 September 2018 04:48
back to top