17 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر ټیلفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر ټیلفوني خبرې وکړې

کابل \باختر\ د مرغومي د مياشتې٢٧مه د افغانستان د اسلامي...

له ترهګرۍ سره پر ټولیزې مبارزې ټینګار وشو

له ترهګرۍ سره پر ټولیزې مبارزې ټینګار وشو

کابل \باختر\ د مرغومي د مياشتې٢٧مه د افغانستان د اسلامي...

په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته شوه

په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته شوه

دجلال آباد ښار \باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه: په ننګرهار ولايت کې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

روسیې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 نړيوالې خبري منابع \باختردتلې دمياشتې ١٩نيټه :
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون له روسیې سره په الحاق شوې سیمې، کریمیا کې رسنیو ته وویل: "روان کال د اکټوبر په اوومه پوره ۱۷ کاله وشو چې امریکایي ځواکونه افغانستان ته تللي دي. 
په دې ټولې موده کې دوی د ترهګرۍ ، د افراطیت اود افغانانو له خاورې د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.  دا موږ ټول ځوروي. په دې هېواد کې دغه ټول ګواښونه په قوت سره په زیاتېدو دي او دا ویلی شو چې دا کار ټولې نړۍ ته  په یو سردرد بدل شوي دى."
له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسې روسانو په افغانستان کې امنیتي وضعیت ته وخت په وخت اندېښنه څرګنده کړې ده او داسې راپورونه خپاره شوي دي چې له طالبانو سره‌ یې اړیکې ټینګې شوې دي.
پاى \ ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.