16 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه په دایکنډي کې ولایت کې...

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د هلمند ولایت په مارجې،...

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د فراه ولایت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دطالبانو معنوي مشر مولانا سميع الحق ووژل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد  باختر د لړم  دولسمه :
دپاکستان پوليسو تاييد کړه چې ددغه هېواد دجميعت  عالمامشر مولانا سميع الحق  چې دافغانستان د طالبانو په معنوي پلار مشهور دى ، وژل شوى دى .
دپاکستان پوليسو  بې بي سي ته ويلي دي چې يرغلګر ناپيژاند کسان و ، او دجمعې په شپه دپاکستان په راولپندي ښار کې  دملا سميع الحق په کور له بريد وروسته  هغه  دچړو په ګوزارونو سره وژلى دى .
  سميع الحق دحقانيه مدرسه  اداره کوله چې ويل کېږي دطالبانو دپخواني مشر ملا عمر په ګډون دطالبانو په سلګونه تنه غړي پکې زد ه کړې کړي دي .
دسميع الحق وراره  محمد بلال درويترز خبري اژانس ته ويلي دي  چې يرغلګر په چړو او تورې سره  دده په کاکا بريد کړى دى .
درويترز دخبري اژانس خبرراکړ ،  مشخصه نه ده چې ولې  دبريد په وخت کې دسميع الحق ساتوونکي او موټر چلوونکى دده دفاع نه ده کړې .
دپاکستان صدراعظم عمران خان  چې دچين په سفر بوخت دى دغه بريد غندلى دى  او په دې باب يې دتحقيقاتو لارښوونه کړې ده .
دمولانا سميع الحق وژل په حساس وخت کې رامنځته شوى دى همدا اوس دپاکستان حکومت دآسيه بي بي دازادولو پرسر له مذهبي ډلو سره په لانجو کې ده .
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Wednesday, 07 November 2018 05:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.