21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

کابل باختر دثور ٣٠مه وسله والوطالبانوتیره شپه دننګرهارولایت خوږیاڼيو ولسوالی داعلی...

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

کابل باختر دثور ٣٠مه دکابل جلال آباد اوتورخم لویو لارود امنیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډونالد ټرمپ د تېلو د بیو په اړه له سعودي عربستان څخه مننه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 نړيوالې خبري منابع\ باختر دليندۍ دمياشتې١ نيټه :
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس ډونالد ټرمپ له سعودي عربستان څخه مننه وکړه چې د نړۍ په بازارونو کې يې د تېلو د بيو له ټيټېدو سره مرسته کړې ده. 
دا په داسې حال کې ده چې پر واشنګټن فشارونه دي، د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې د قضيې له امله په سعودي عربستان بنديزونه ولګوي. 
د روېټرز خبري اژانس په حواله، جمهوررئيس ټرمپ پرون په ټويټر کې د تېلو د بيو       د ټيټولو له امله له رياض څخه مننه وکړه او له سعودي عربستان څخه ‌يې غوښتنه وکړه چې د امريکا او نړۍ د اقتصادي پياوړتيا لپاره دغه بيې نورې هم ټيټې کړي.                جمهوررئيس ټرمپ ليکلي: د تېلو بيې په ټيټېدو دي، څه وخت مخکې د يوه بېرل تېلو بيه ٨٢ ډالره وه، خو اوس ٥٤ ډالرو ته ټيټه شوې ده.
د امريکا جمهوررئيس د تېلو د بيو جګېدو له امله  په وار وار د تېلو د صادروونکو هېوادونوپه سازمان يا اوپېک انتقادونه کړي اوله سعودي عربستان څخه ‌يې چې د تېلو عمده توليدوونکى دى، د اقدام غوښتنه کړې وه. 
پاى \ذکرالله\

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.