21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

کابل باختر دثور ٣٠مه وسله والوطالبانوتیره شپه دننګرهارولایت خوږیاڼيو ولسوالی داعلی...

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

دهمغږی ګډه ناسته جوړه شوه

کابل باختر دثور ٣٠مه دکابل جلال آباد اوتورخم لویو لارود امنیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ايران دامريکا دځانګړي استازي څرګندونې ردې کړې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ليندى لسمه :
  په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفارت ددغه هېواد پرخلاف دغير قانوني  بنديزونو په چارو کې دامريکا دځانګړي استازي  برايان هوک څرګندونې ردې کړې .
په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت دسفارت له لارې په خپرې شوې خبرپاڼه کې چې باختراژانس ته رسيدلې ده  ويل شوي دي چې له طالبانوسره دايران داسلامي جمهوريت دوسلو دملاتړ په باب دايران پرخلاف  دغير قانوني بنديزونو په چارو کې دامريکا دځانګړې استازي هغه څرګندونې چې په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دځينو نورو  دلنډ پارو اوغير شفافو اقداماتو دتوجيه کولو په موخه ترسره کېږي   په دغه هېواد کې دعمومي افکارو دانحراف او ددواړو دوستو اوګاونډيو هېوادونو ، دايران داسلامي جمهوريت او دافغانستان داسلامي جمهوريت په پرمختيايي اړيکو کې داختلال  لپاره هلې ځلې دي .
په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفارت ددغوغير واقعي او دغير مستندو ادعاګانو دسخت تکذيب  په ترڅ کې  هغه بې اعتباره او په سيمه کې دامريکا دايران ډارونکې سياست په لاره کې هلې ځلې بولي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Sunday, 02 December 2018 04:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.