22 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامريکا جمهور رييس دافغانستان دسولې په خبرو کې دپاکستان دملاتړ خبرې کوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد باختر د ليندى  دولسمه :
  دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ دپاکستان صدراعظم  عمران خان ته يو ليک ليکلى دى او له پاکستان څخه يې غوښتي دي چې له افغان طالبانو سره  دسولې په خبرو کې مرسته وکړي .
باختراژانس دپاکستاني رسنيوله خولې خبر راکړ   عمران خان دپاکستان په پايتخت اسلام اباد ښار کې په يوه غونډه کې خبريالانو ته وويل چې ترامپ له طالبانو سره دسولې په خبرو کې دپاکستان  دمرستې غوښتنه کړې ده .
عمران خان زياته کړه چې دامريکا جمهور رييس په دې لاره کې  دپاکستان درول يادونه  کړې ده او سولې ته د رسيدولپاره يې ټينګار کړى دى .
پاکستان ته دامريکا دجمهور رييس ليک ددواړو هېوادونو د مشرانو له لفظي  ناندريو وروسته لېږل شوى دى .
دپاکستان صدراعظم زياته کړې ده چې دى تل په دې باور و چې يواځې خبرې اترې په افغانستان کې سوله او ثبات تامينولى شي .
  ختم_ شکريه _اکرم

Last modified on Tuesday, 04 December 2018 04:48

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.