23 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اوولس تنه ډار اچوونکي په پکتیکا کې وژل شوي دي

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۳مه په پکتیکا ولایت کې۱۷ تنه...

په لغمان کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۳مه وسله والو طالبانو د لغمان...

د یوه قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۳مه د کونړ او کاپیسا په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دچين فضايي بيړۍ دسپوږمۍ تيارې برخې ته رسيدلې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

  نړيوالې خبري منابع  \باخترد مرغومي دمياشتې١٣نيټه :
د چین د معلوماتو له مخې یو ستونزمن مانور یي په لومړۍ هڅه کې په بریالۍ  توګه             تر سره کړی دی.                                                                                         یوه فضایي بیړۍ چې د سپوږمۍ تیارې برخې ته رسیدلې او په پام کې ده چې هلته چاپیریال  وارزوي.  دا د چین لپاره یو تاریخي بریا ده، له  دې سره  سره چې چين           تازه  د هغو هیوادونو له ډلې سره یو ځای شوی دی چې فضایي څیړنې کوي.                       د چین د دولتي خبري آژانس شینهوا او سي سي ټي وي، تلویزون د معلوماتو له مخې         د (چنګ ۴) په نامه فضایي بیړۍ چې د دسمبر میاشتې په اتمه نیټه یي خپله الوتنه پیل کړې وه ، د منځنۍ اروپا په وخت د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتې پر دریمه نیټه د سهارپه  ٣ بجو او ۲۶ دقیقو د سپوږمۍ سویلي قطب ایتکن، کې ښکته شوې ده.
په دې ترتیب چین لومړنی هیواد دی چې فضایي بیړۍ یي د سپوږمۍ بل اړخ ته چې        د ځمکې له خوا نه لیدل کیږي، ښکته شوې ده.
په بریالي ډول د چنګ ۴، له ښکته کیدو وروسته اوس په پام کې ده چې یو اتوماتیک روبوت موټر د فضاي بیړۍ د ښکته کیدو د شا او خوا سیمې په هکله څیړنې پیل کړي. له دې امله دغه روبوت د پراخې ساحې د ليدو په یوه کمره او همدا شان  د اندازه کولو  په بیلا بیلو دستګاوو  سمبال دی.
پاى \ذکرالله \

Last modified on Friday, 04 January 2019 16:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.