20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اروپايانو د دې وچې په فکرې پراختيا کې د قران عظيم الشان رول څيړونکو ته وسپاره .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 روم  باختر د مرغومې  شلمه :
داروپا  د اتحاديې  د څېړنو  شورا لس مليونه يورو د اروپا په فکري  او مذهبي پراختيا کې د قران مجيد  د نفوذ او رول  په باره کې د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره بيل کړل.
د ايرنا خبري اژانس د (ايل جورناله) ورځپاڼې  له خولې خبرراکړ؛ د اروپا د څېړنو شورا په دې عقيده ده چې قران مجيد  داروپا په فکري او مذهبي پراختياکې مهم   رو ل لوبولى دى .
د اروپا اتحاديې لس  مليونه يورو د قران عظيم الشان په باره کې د پوهنتوني  څېړنو د ترسره کولو لپاره  بېل کړي دي.
د هغه رول د ټاکنې لپاره چې قران مجيد  د منځنيو او د مدرنو پېړيو د دوران د مسحييانو، يهوديانو، ازاد پوهانو  او ملحدانو د اروپايي مسلمانانو په مفکوره کې لوبولى  دى يوه څو اړخيزه  طرحه برابره کړې ده
په ښکاره  د دغو علمي څېړنو موخه د هغه نفوذ  مطالعه ده چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص)  او د هغه د پيروانو  تفکر په لويديځ  فرهنګ کې لري
له دغې مرستې  څخه يوه برخه ،کابو،  وه  اعشاريه پنځه مليونه يورو د تاپل ختيځ پيژندنې  پوهنتون ته بېل کړى شوې ده.
د دغې طرحې دنده  چې شپږ کاله به دوام وکړي په لاتين او په اروپايي  ژبو د قران مجيد د ژباړنې  مطالعه ده.
د اسپانيا د علمي څېړنو د عالي شورا څېړونکي مرسدس  ګارسيا ارنال څرګنده کړه، زموږ کاري نظريه داده چې قران مجيد  داروپا په فکري او مذهبي پراختيا کې مهم رول لوبولى دى، له همدې امله غواړو هغه فرهنګي او مذهبي  استفاده چې له قران څخه يې ژباړه خپره او ويشل  شوې ده او په اروپا کې  ترسره کېږي هغه له منځنيو پېړيو څخه تر اوسنۍ پېړۍ پورې مطالعه کړو .
ختم_ عطاالله_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.