17 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

کابل/ باختر/ د غبرګولې ٢٧ مه نن د لړم د مياشتې١٠...

دروزګان  پوليسو شپاړلس تنه غير مسوول وسله وال کسان ونيول .

دروزګان پوليسو شپاړلس تنه غير مسوول وسله وال کسان ونيول .

کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه : دروزګان پوليسو دترينکوت په ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ايران کې په لسګونو تنه افغان محکومين افغانستان ته وليږدول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-تهران  باختردمرغومي دوه ويشتمه :
  دايران دعدليې وزارت دبشر دحقوقو او دنړيوالو چارو د ادارې دڅرګندونوله مخې، دايران په اسلامي جمهوريت کې په لسګونو تنه افغان محکومين دايران او افغانستان دعدليې دوزارتونو په موافقه نن ددوغارون دپولې له لارې افغانستان ته وليږدول شول
  دايران دعدليې وزارت يوه مسوول نن دشنبې په ورځ  څرګنده کړه چې دايران او افغانستان ترمنځ دترسره  شوي موافقې  پربنسټ ټاکل شوې ده په ايران کې کابو ٧٠٠تنه افغان محکومين دروان کال ترپاى پورې خپل متبوع هېوادته وليږدول شي چې تيرې اوونۍ هم  ٢٠١  تنه افغان محکومين  افغانستان ته  راستانه کړى شول .او په ټوليزه توګه ٤٤٣ تنه تراوسه پورې  ليږدول شوي دي .
ده دوام ورکړ دغه محکومين دايران اسلامي جمهوريت ته دافغانستان دقونسلي هيئت له سفر او يزد ، فارس ، اصفهان ، هرمزګان ، سيستان او بلوچستان او دخراسان  رضوي په ولايتونو او په تهران کې دمحکومينو له پيژندنې وروسته خپل هېواد ته وليږدول شول .
  عباسي څرګنده کړه چې دغه کسان ددواړو هېوادونو ترمنځ دمحکومينو دليږدونې دموافقه  ليک په چوکاټ کې راستنول کېږي  اوبايد دخپل محکوميت ددوام موده  په خپل هېواد کې تيره کړي .
  يوې اړوندې سرچينې وويل  چې دافغانستان دعدليې وزير دوه مياشتې مخکې دايران دعدليې وزير په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ او دمحکومينو ليږدونه ددواړو هېوادونو دوزيرانو دموافقې  پايله ده او په ډير لنډ ممکن وخت کې به ګڼ شمير  محکومين افغانستان ته وليږدول شي .
  ختم-  ف _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.