22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يو کاناډايي بڼوال د اتو تنو په وژلو اعتراف وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

تهران / رويټرز / دسلواغې دمياشتې ١١نيټه :                                                

يوه کانا ډايي بڼوال د کاناډا په تورنتو  ښارکې د تيرو وروستو څو کلونو کې په بهيرکې د اتو تنو بيدرګه شويوکسانو په وژلو اعتراف وکړ.                                                     

د رويټرزخبري آژانس خبر ورکړ؛ ٦٧ کلن بروس مک آرتور چې د ګلانو  اود شنې فضا طراح دى  د روانې سلواغې په  مياشت کې  ونيول شو.  د ده له خوا د زياترو وژل شويو کسانو مړي د ده په پروژو کې موندل شوي چې         د تورنتوښار د همجنس بازانو په سيمه کې يې ژوند کاوه.  زياتره قربانياند منځني ختيځ او د آسيا د جنوب وو.  دتورنتوښار زياتره اوسيدونکي  په پوليسو نيوکه کوي چې له  ٢٠١٠ کال څخه  ددوى دبيدرکه  کيدو خبر د ځينو اوسيدونکوله  خوا خپور شو ، په سستۍ سره  يې عمل کړي او کلونه کلونه يې د دغې معما  لپاره وخت  ضايع کړى دى. د کاناډا قضايي مقاماتو اعلام  وکړ تراوسه پورې ددغو ځنځيري وژنو علت معلوم  نه دى او دسلواغې دمياشتې په ١٥ به د ده حکم  اعلام شي .  درويټرز په ليکنه ، احتمال لري چې مک آرتور په عمري بند محکوم شي او له ٢٥ کلونو بند وروسته  دعفو د شرايطو  واجد  وي.    ځينو خبري منابعو د دغه کاناډايي قاتل د اتو تنو وژل شويو کسانو په  ډله کې د دوو تنو ايراني اتباعو خبرهم ورکړى دى .                                                                         پاى \ ذکرالله 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.