19 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیکا کې شپږو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

ښرنه/ باختر/ د غويي د میاشتې ۲۹ مه بې پیلوټه الوتکې...

په لوړو زده کړو وزارت کې د علمي څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست ايجاد شو

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢٩مه د لوړو زده کړو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ايتوپيا يوه الوتکه له څه د پاسه ١٥٠ تنو سپرليو سره وغورځېده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

/ الجزيره / دکب دمياشتې ١٩مه
يوه ٧٣٧- بوئينګ الوتکه چې له اديس آبابا څخه د کينا پايتخت نايروبي ته روانه وه، له ١٤٩ تنو سپرليو او ٨ تنو عملي سره وغورځېده .
باختر آژانس د الجزيرې د خبرې آژانس له خولې خبر راکړ:
د ايتوپيا صدراعظم د حکومت او د ايتوپيا د خلکو په نمايندګۍ هغو کسانو ته چې د د کورنۍ  خپل غړي او دوستان په دې هوايي پېښه کې له لاسه ورکړي دي؛ تسليت ووايه.
د ايتوپيا صدر اعظم عبادي احمد، په خپل ټويټر کې وليکل: دغه ٧٣٧ - بوئينګ الوتکه د ټاکل شوي پروګرام له مخې نن سهار د کنيا پايتخت نايروبي ته د الوتنې په حال کې وه چې وغورځېده .
په هغې بيانه کې چې د ايتوپيا هوايي چلند له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي چې دغه الوتکه ١٤٩ تنه سپرلۍ او ٨ تنه عملې لرله.
د ايتوپيا د هوايي کرښې د شرکت يوه وياند وويل چې دغه الوتکه په سيمه ييز وخت  نن سهار ٨ بجې او ٣٨ دقيقې له اديس آبابا څخه الوتې او له شپږو دقيقو الوتنې وروسته را وغورځېده.
پاى \ ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.