16 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پروان کې لسګونو ځوانانو حرفوي زده کړې وکړې

په پروان کې لسګونو ځوانانو حرفوي زده کړې وکړې

کابل/ د لړم ٢٤مه/ باختر په پروان کې ١٢٠ ځوانانو...

په نيمروزکې څه دپاسه اته کيلومتره سړک قير کېږي

په نيمروزکې څه دپاسه اته کيلومتره سړک قير کېږي

- کابل/ د لړم ٢٤مه/ باختر په نيمروزکې د څه دپاسه...

په کندزکې سلګونو بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل

په کندزکې سلګونو بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل

-کابل/ د لړم ۲۴ مه/ باختر په کندزکې پرون پر ٩٠٠...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په عراق کې د يوې کښتۍ د ډوبيدو په پېښه کې ٨٣تنه ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بغداد/ آزادۍراډيو/ دوري دمياشتې ٢ مه
عراقي چارواکي وايي: څه ناڅه ٨٣تنه پرون هغه وخت مړل شول چې کښتۍ يې دعراق په شمال کې په دجلې سيندکې ډوبه شوه.
دغه خواشينوونکې پېښه پرون موصل ښار ته څېرمه د نوروز د نمانځنې په مراسموکې رامنځته شوه .
د نينوا ولايت دملکي دفاع مشر ډګروال حسام خليل وويل چې دپېښې زياتره قربانيان ښځې او ماشومان دي.
ده زياته کړه چې په سيند کې دلټون عمليات پيل شوي دي .
دموصل دسيمه ييزو چارواکو  له قوله په راپورونوکې راغلي چې په دې کښتۍ کې  له سلو تنو څخه زيات هغه کسان سپاره وو چې نوروز ميلې پرمهال يوې توريستي سيمې ته روان وو.
دعراق دکورنيو چارو وزارت وياند وويل چې د ژغورنې ډلو ٥٥ تنه ژغولي دي.
د عراق صدر اعظم عادل عبدالمهدي د پېښې ځاى ته له سفر وروسته درې ورځنى ملي ماتم اعلام کړ او د پېښې په اړه يې د سمدستي تحقيقاتو امر وکړ. 
پاى \ذکرالله

Last modified on Saturday, 23 March 2019 04:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.