23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه په باميانوکې د ځوانانو...

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه د باميانو د هوايي ډګر د سوق...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پاکستان کې دچاودنې له امله شپاړلس تنه ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کويټه  باختر د وري درې  ويشتمه
دپاکستان دبلوچستان ايالت په مرکز کويټه کې دچاودنې له امله څه ناڅه شپاړلس تنه ووژل شول او  په لسګونه تنه نور ټپيان شول.
باختراژانس دپاکستان دجيونيوزدخبري شبکې له خولې خبرراکړ  چې دغه چاودنه نن سهار  د کويټې په هزار ګنجي منډوي کې رامنځته شوه .
دکويټې دپوليسو آمر عبدالرازق له رسنيو سره په  اړيکه کې چاودنه تاييد کړه او ويې ويل  چې د چاودنې  موخه  هزاره ټولنه وه  او دننني بريد اته تنه وژل شوي کسان هزاره اقليت و . په دې چاودنه کې ديرش تنه ټپيان شوي دي چې څلور تنه يې   دسرحدي پوليسو  منسوبين دي .
بم په دې مارکيټ کې د سبو ترمنځ ځاى پرځاى شوي و ، او دسهار په اووبجو اوپنځه ديرشو دقيقو وچاوديد . دغې چاودنې دپيښې ځاى ته څيرمه ودانيو ته  زيان اړولي دى .
دپاکستان صدراعظم عمران خان  دغه  چاودنه غندلې ده  او په دې باب يې  د تحقيقاتو او څيړنو امر کړى دى .
دپاکستان جمهور رييس  عارف علوي او داطلاعاتو وزير  فواد چوهدري  دغه  بريد  غندلى دى .
ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.