24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پاکستان د هزاره ټولنې د تروریستي بریدونو په اعتراض تحصن وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کویټه/ جیو نیوز/ باختر/ د وري د مياشتې۲۴مه د پاکسان په کویټې ښارکې د هزاره ټولنې غړو د پروني ځانمرګي برید په اعتراض تحصن وکړ او د زیاتو امنیتي تدبیرونو د نیولو غوښتنه یې وکړه . باختر آژانس د پاکستان د جیو نیوز خبري شبکې له خولې خبر راکړ: د کویټې ښار د میوو او سبو په بازارکې د پروني برید له امله ۲۰ تنه ووژل شول او ۴۸ تنه نور ټپیان شول. د هزاره ټولنې اته تنه غړي، یو سرحدي پولیس او دوه تنه ماشومان د پروني برید په وژل شویوکسانوکې شامل دي . له دغه برید وروسته د بلوچستان ایالت د چمن په سرحدي سیمه کې بله چاودنه وشوه چې له امله يی دوه تنه ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټيیان شول .. تحصن کوونکو اعلام وکړ: ترهغه وخته پورې چې لوړرتبه دولتي مقامات د دوی غوښتنې ونه څیړي؛ دغه بهیر دوام کوي. تحصن کوونکي د دې غوښتنه کوي چې حکومت دې یو اغېزمن امنیتي پروګرام عملي کړي او د هزاره ټولنې ساتنه وکړي . تر اوسه پورې د پروني برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخيستی. ختم/ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.