21 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

د نمک آب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

تالقان / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د تخار د نمک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د میانمار ټولوژنې رپوټ کوونکي خبریالان خوشې شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بي بي سي / د غويي د مياشتې ۱۷مه
د میانمار دجمهوري رياست ماڼۍ د بخښنې له مخې، د رویټرز خبري اژانس دوه خبریالان، وا لون او کیاو سو وو چې د وژل شویو مسلمانانو قضیه یې څېړله ، له             څه باندې ۵۰۰  ورځو بند وروسته خوشې شوي دي. 
د رویټرزخبري اژانس دوه خبریالان چې میانمار کې یې د وژل شویو مسلمانانو قضیه څېړله او وروسته حکومت بنديان کړي وو، خوشې شول. 
  ۳۳ کلن وا لون او ۲۹کلن کیاو سو وو، د جمهوررئيس له بخښنې وروسته خوشې شول. دوی څه باندې ۵۰۰ ورځې بند کې تېرې کړې.   
دوی په تېرسپتمبرمیاشت کې د رسمي برخورد قانون له مخې په اووه کاله بندمحکوم شوي وو.   
پېښې ته خلکو د بیان پر ازادۍ د برید په سترګه وکتل او میانمار کې یې د دیموکراسۍ په اړه پوښتنې راپارولې.
له زندان څخه د راوتلو په وخت وا لون د بي بي سي خبریال نیک بېک ته وویل دی
به هېڅکله له خبریالۍ لاس وانخلي.
هغه خبریالانو ته وویل: زه خوښ یم چې بیا خپله کورنۍ اوخپل همکاران وینم .
دواړه خبریالان مېرمنې او واړه بچیان لري . د وا لون مېرمن د هغه له نیولو وروسته پوه شوه چې بچی یې په  نس دی. والون یوازې څوځله خپله وړه لورکۍ ولیدای شوه.
خبریالان له هغو زرګونو نورو بندیانو سره یوځای د بخښنې د بهیر له لارې خوشې کړل شول چې هر کال د میانمار د نوي کال په مراسمو کې ترسره کېږي.
د رویټرزخبري اژانس مشر وویل، دغه خبریالان چې تېره میاشت د پولیتزرمعتبره جایزه هم ګټلې وه، د بیان د آزادۍ په "سمبول" بدل شوي.  
ښاغلي سټیفن ادلر په یوه خبرپاڼه کې وویل: موږ بې حده خوښ یو چې میانمار زموږ زړور خبریالان خوشې کړل.   
پاى \ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.