15 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دپروان په يوشمېر ښوونځيو...

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپاکستان صدراعظم دطالبانو له استازو سره ګوري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-اسلام اباد باختر دچنګاښ ١٤ مه
دپاکستان درسمي راډيو دخبرله مخې ، ټاکل شوې ده ددغه هېواد صدراعظم  عمران خان له جګړې څخه دلاس اخستلو په خاطر دطالبانو دهڅونې لپاره ددغې ډلې له يوشمېر استازو سره ګوري .
دپاکستان راډيو په سياسي چارو کې دپاکستان دصدراعظم دسلاکار نعيم الحق  له خولې  ليکلي دي  چې دغه کتنه به  په روانو مياشتو کې دافغانستان له حکومت سره  له سلامشورو وروسته ترسره شي .
په اسلام اباد کې دافغانستان دحکومت  يو مقام ددغه خبرپه تاييدولو سره امريکا غږ ته وويل  چې ټاکل شوې ده  دپاکستان حکومت ددغې کتنې جزييات دافغانستان له حکومت سره شريک کړي .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى  څرګند کړى .
ټاکل شوې وه تېرکال هم  عمران خان دطالبانو له استازو سره وګوري . خو پاکستان ته دطالبانو  داستازو دغه سفر دافغانستان حکومت له سختو انتقادونو وروسته لغوه شو .
دغه کتنه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده دپاکستان صدراعظم راتلونکي اوونۍ  دامريکا  له جمهور رييس  دونالد ترامپ سره  دکتنې لپاره  واشنګتن ته سفر وکړي .
  ختم_ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.