12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بيت المقدس کې د نېکمرغه لوى اختر مراسم په تاوتريخوالي واوښتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بيت المقدس/بي بي سي/ باختر د زمري ٢١مه
د اسرائيلو پوليسو په بيت المقدس ښارکې له هغو فلسطيني لمونځ کوونکو سره چې د نېکمرغه لوى اختر په مراسموکې د ګډون لپاره په الاقصي جومات کې راټول شوي وو؛  په نښتې لاس پورې کړ او دغه نښتې په تاوتريخوالي واوښتې.
د پوليسو مامورينو د خلکو د خورولو لپاره صوتي او شوک ورکوونکي لاسي بمونه  وکارول.
زرګونه فلسطينيان د نېکمرغه لوى اختر په لمانځه کې د ګډون لپاره په الاقصى جومات کې راټول شوي وو.
اسرائيلي رسنيو خبر ورکړى و چې يوشمېر مسلمان لمونځ کوونکي او دغه راز هغه يهوديان چې د عبادت لپاره دغه ځاى ته ورغلي وو، ټپيان شوي دي.
يوې ډلې يهوديانو هم هڅه وکړه چې د عبادت لپاره د حرم شريف يا د معبد غره ته  لاړ شي چې د الاقصى جومات هم په دغه ځاى کې موقعيت لري.
ختم- ف- اکرم

Last modified on Tuesday, 13 August 2019 16:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.