19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د امريکا جمهوررييس له طالبانو سره د سولې خبرې لغو کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

واشنګټن /  دامريکا غږ/ د وږي١٧مه
د امريکا جمهوررييس دونالد ترامپ د سولې يوې موافقې ته د رسېدو لپاره د طالبانو  له ډلې سره د دغه هېواد خبرې لغو کړې.
ترامپ پرون د خپل ټويټر په حساب کې وليکل چې دغه خبرې په  کابل کې د طالبانو د وروستي بريد په دليل لغو شوې.
د امريکا د جمهوررييس د څرګندونوله مخې: ټاکل شوې وه هغه نن د افغانستان له جمهوررييس محمد اشرف غني او د طالبانو له جګپوړو مشرانو سره په جلاجلا ډول د کمپ ډېوېډ په تفريح ځاى کې په مخفيانه ډول وګوري.
د امريکا جمهوررييس زياته کړه: له بده مرغه طالبانو د کاذب فشار د عملي کولو لپاره په کابل کې د يوه بريد مسووليت پرغاړه واخيست چې په کې زموږ يو سرتېرى او ١١ تنه نور ووژل شول.
په بريد کې چې د تېرې پنجشنبې ورځې په سهار د کابل ښار د عبدالحق څلور لارې ته څېرمه وشو، په يوه امريکايي سرتېري برسيره د ناټو ځواکونو يو رومانيايي سرتېرى او لس افغان ملکي وګړي ووژل شول او ٤٢ تنه نور ټپيان شول.
ترامپ وويل چې له دغه بريد وروسته او له ځنډ پرته يې د طالبانو له جګپوړو مشرانو سره کتنه فسخه کړه او د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يې لغو کړې.
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس د خپلو تويټونو په دوام دا پوښتنه طرحه کړې ده  چې څه ډول خلک بې شمېره کسان په ښکاره د "خپل له ناندرو ډګ دريځ" د پياوړتيا  لپاره وژني؟
ترامپ وويل چې طالبانو په کابل کې د وروستي بريد په ترسره کولو سره د "ناندرو دريځ" ښه نه، بلکې لاپسې خراب کړ.
دونالدترامپ زياته کړه: که چېرې طالبان نه شي کولاى د سولې د دغو ډېرو مهمو خبرو په بهيرکې د اوربند د ټينګښت په باب موافقه وکړي او آن ١٢ بېګناه کسان ووژني؛ نو د هغه په خبره هغوى يوې معني لرونکي موافقې ته د رسېدو لپاره د خبرو قدرت هم نلري.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په داسې حال کې د امريکا د جمهوررييس له لوري لغو شوې چې د افغانستان د سولې بهير لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په وروستيو کې ويلي و چې له طالبانو سره د سولې موافقه ليک په اصولو کې وروستى شوى دى او د ترامپ تائيد ته اړتيا لري.
د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وويل چې د دغه موافقه ليک په باب چې زلمي  خليلزاد هغه د افغانستان جمهوررييس ته يوازې ښودلى دى، جدي انديښنې لري.
پاى \ف \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.