19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبانو ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير خبردارى: پوځي فشارونه به نوي شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

واشنګټن / دا مريکاغږ / د وږي ۱٨مه
د امريکا دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ويلي دي که چېرې طالبان خپلو بريدونو ته دوام ورکړي په هغوى به پوځي فشارونه  له سره پيل شي.
مايک پامپيو پرون  له ( اى  بي  سي )  ټلويزيون سره په مرکه کې وويل : (( هيله لرم  چې دغه شان وشي ، طالبان خپل چلند بدل کړي  او په هغه څه  ژمن شي چې موږ دهغو په باب خبرې کړي دي . په پاى کې به دغه موضوع دخبرو اترو په بهيرکې  حل شي .))
مخکې له دې طالبانو له دغې ډلې سره د سولې دخبرو د لغوه کيدو په باب د امريکا     د جمهوررييس دونالد ترمپ د تصميم په غبرګون کې وويل ؛ چې د دې تصميم  زيان  به  امريکا ته زياته متوجه شي .
د طالبانو ډلې ديوې اعلاميې په خپرولو سره خبردارى ورکړى دى چې خپل جهاد ته به دوام ورکړي او د سولې دخبرو لغوه کول به دامريکا سراو مال ته دزيان دزياتوالي سبب شي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزيرله( سي  ان   ان ) ټلويزيوني شبکې سره په يوه بله مرکه کې  د دې پوښتنې په ځواب کې  چې آيا د امريکا – طالبانو خبرې به له سره پيل شي  او که څنګه ، وويل ؛ چې طالبان بايد پراخه ژمنه وښيي.
هغه وويل : (( که چېري طالبان خپل چلند بدل نه کړي ، که چېرې په هغو ژمنو چې له موږ سره يې د اوونيو  اوونيو په بهيرکې اوپه ځينو مواردو کې د مياشتو مياشتو په بهيرکې کړي دي عمل ونه کړي ، د امريکا جمهور رييس به فشارونه کم نه کړي .))
دا مريکا دبهرنيو چارو وزيردغه راز وويل چې دامريکا متحده ايالات به د افغانستان   له هغو امنيتي ځواکونوسره  چې سختې جګړې يې کړي دي خپل ملاتړ کم نه کړي.
پاى \ذ \

Last modified on Monday, 09 September 2019 13:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.