06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نړۍ کې په هرو٤٠ ثانيو کې يو تن ځان وژني

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 ژنيو/ امريکاغږ/باختر/ د وږي٢١ مه
د نړۍ روغتيايي سازمان وايي چې هر کال په نړۍ کې ٨٠٠ زره تنه په ځان وژنې سره خپل ځاى پاى ته رسوي.
دغه سازمان له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د دغې تراژيدۍ په مخنيوى کې اقدام وکړي.
د دغه سازمان په نوي رپوټ کې ويل شوي دي چې د٢٠١٠ تر ١٠١٦ م کال په تناسب د ځان وژنې د مواردو کچې کمښت موندلى دى، خو د ځان وژنې له امله د مړينې شمېر د نړۍ د وګړو د زياتوالي په دليل بدلون نه دى موندلى.
د نړۍ د روغتيايي سازمان منشي تيدروس ادهانوم ګيبريسوسوويل: له پرمختګونو سره سره په نړۍ کې په هرو ٤٠ ثانيوکې يو تن د ځان وژنې له امله مري.
تر اوسه پورې د نړۍ کابو ٣٨ هېوادونه د ځان وژنې د مخنيوي ستراتيژۍ طرحه پلې کړې ده او د نړۍ روغتيايي سازمان وايي چې زيات شمېر هېوادونه دې بايد دغه چلند تعقيب کړي.
د نړى روغتيايي سازمان وايي: د ځان وژنې زياتره موارد د زندي کولو، ډزو او د زهرجنو توکو د کارولو له لارې ترسره کېږي.
  دغه سازمان وايي چې په بډايو هېوادونوکې د ځان وژنې کچه لوړه ده.
ګيانا د نړۍ لومړنى او روسيه دويم هېواد دى چې د ځان وژنې ډېر زيات موارد په کې رامنځته کېږي.
په نورو هېوادونو کې ځان وژنه د ښځو او نارينه و ترمنځ برابره رامنځته کېږي، خو د بنګله دېش، چين، لسوتو، مراکش او ميانمار په ګډون هېوادونوکې ښځې زيات په ځان وژنې لاس پورې کوي.
د نړۍ روغتيايي سازمان د سپټمبر په ١٠مه د ځان وژنې د مخنيوى په نړيواله ورځ د پوهاوي ورکونې يو مياشتنى کمپاين پيل کړ.
ختم- شکريه - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.